اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هند پالسو له امله د منطقې امن ته سختې خطرې ورپیښې دي٬پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او ستم د هند د جمهوريت بې بنسټه ادعا څرګنده كړې ٬د هېواد نه كرپشن ختمول او تعليمي نظام ښه كو?? لويې چېلنجونه دي ٬د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې به معيشت نور هم ښه شي ۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د ورجينيا پوهنتون د زده كو??نكو پلاوي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړی٬د ورجينيا پوهنتون د بزنس اېډمنسټرېشن څانګې د زده كو??نكو د دورې مقصد په پاكستان كښې د بزنس د موقعو او د سېلګرۍ په اړه د استعداد نه ځان خبرول دي۔په ملاقات كښې پاكستان ته په ورپیښو چېلنجونو د اوسني حكومت په اصلاحاتي ايجنډا د پاكستاني ټولنې په مثبتو اړخونو په بېلا بېلو څانګو كښې د هېواد په صلاحيت٬د معيشت په ستونزو او د سباؤن په په لائحه عمل خبرې وشوې۔زده كو??نكو په بېلا بېلو موضوعاتو د وزيراعظم نه پوښتنې وكړی٬زده كو??نكو سره په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل لوے څښتن پاكستان ته ډېرې وسيلې وركړې ولې له بده مرغه په ټولنه كښې د كرپشن ناسو?? او د انساني وسيلو د ودې نظرانداز كو??و په وجه د هېواد د پرمختګ عمل د جمود ښكار شوے۔ده ووئيل د 1960 په لسيزه كښې پاكستان په سوئېلي آسيا كښې په تندۍ سره پرمختګ كو??كې هېواد ؤ ٬خو د 1970 او 1980 په لسيزو كښې د سياسي فلسفيانو په وجه كه يو خوا صنعتي عمل د جمود ښكار شو نو ورسره په سياست كښې پيسه او كرپشن شامل شو۔ده ووئيل په ټولنه كښې د عام وګړي حالت او په لويو ايوانونو كښې د كرپشن په ليدلو زه سياست له راغلم او پرله پسې د 22 كلونو هڅې مې وكړی۔ده ووئيل د ده مقابله مافيا سره ده كو??ه چې د هېواد د پرمختګ په لاره كښې خنډان دي ۔وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت د تعليم يو ډول نصاب لپاره هڅې كو?? چې دغسې د تعليمي نظام په بنياد په ټولنه كښې فرق ختم كړی شي۔د معيشت په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان تحريك انصاف چې كو?? وخت اقتدار ته راغلو نو هېواد سختو معاشي حالاتو سره مخ ؤ ٬د اوسني حكومت په هڅو په معيشت كښې استحكام راغلې۔ده ووئيل د حكومت لخوا د 50 لكه ارزانو كورونو جوړولو او د نورو پرمختيائي پروژو په نتيجه كښې به په معيشت كښې نوره بهتري هم راشي او معاشي عمل به تند شي