لاهور 26 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د احساس پروګرام خاص مرستيالې سېنېټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حكومت د ضرورت لرونكو خېر ښېګړه خپله فريضه ګني، په وفاقي بجټ كښې 260 اربه روپې احساس پروګرام لپاره بېلې كړې شوې دي او د دې څخه به يو كروړ 20 لكه كسان استفاده وكړې شي. د خالي په ورځ د كمشنر په دفتر كښې د خبري كانفرنس په مهال د وزيراعظم خاص مرستيال سېنېټر ثانيه نشتر ووئيل چې حكومت 95 فيصد سروے ترسره كړې، په لاهور كښې به په څلور تحصيلونو كښې د مستحق كورنيو كوائف راغونډولو لپاره سروے د جولائي تر 31مه نېټه ترسره ٍكړې شي. هغې ووئيل چې سركاري ډلې به كور په كور كوائف راجمع كوي، د دې نه علاوه دې مقصد لپاره به په 30 بېلا بېلو ځايونو سروے ډسك هم جوړولې شي. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ضرورت لرونكو خېر ښېګړه خپله فريضه ګني