وفاقي وزير اسد عمر د كورونا ويكسين په اړه د روغتيا نړيوالې ادارې په دوه مخيزه رويه د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 24 جون(اے پی پی(د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر د كورونا ويكسين په اړه د روغتيا نړيوالې ادارې په دوه مخيزه رويه د افسوس څرګندونه كړی۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل د كوم هم ويكسين تسليمولو پريكړه كول د روغتيا نړيوالې ادارې پشان ادارو كار دے٬كوم يو ويكسين د قبلولو وړ دے د انفرادي هېوادونو دا پريكړه اړې ګړې راپېدا كوي۔ده ووئيل د وګړو د صحت او تندرسۍ معامله د نړيوالو شخړو ښكار كول نه دي پكار۔د اېن سي او سي مشر لخوا دا ټوېټ په دې تناظر كښې شوے چې پكښې بهرنو هېوادونو ته په تلونكو پاكستانو وګړو د ايسټرازينيكا يا د فائزر كمپنۍ كورونا ويكسين شرط لګولے شوے

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں