اسلام آباد۔23جون (اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره نېدر لېنډ لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير سلجوق مستنصر تارړ د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كړے۔ خارجه وزير نيدرلېنډ لپاره د سفير په حېث په نومولے كېدو سلجوق تارړ له مباركي وركولو سره ووئيل هيله ده چې د سفير په حېث ستا نومولے كېدو سره به د پاكستان او نيدرلېنډ ترمينځه سياسي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي او ګڼ اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ نيدر لېنډ لپاره د پاكستان نومولې سفير سلجوق مستنصر تارړ د خارجه وزير مننه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو لپاره د هر ممكنه هڅو كولو باور وركړو۔ په دې مهال هغه خپل كتاب All That Artخارجه وزير ته ډالۍ كړو