اولس دې لاك ډاؤن كښې نرمي د حالاتو بهتري نه ګڼي۔احتياط به لا كول وي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم مانډوي والا

image

اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سليم مانډوي والا وئيلي دي د كورونا وائرس وباﺀ صورتحال لا پېچېدګۍ پلو روان دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ جاري بيان كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن ووئيل د كورونا كېسونه 8 زره نه زيات شوي ۔ ده ووئيل د كورونا كېسونو كښې د شمېرې زياتوالې د اندېښنې وړ دے۔ ده تاكيد وكړو چې د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترميځه رابطه كاري دې لا قوي كړې شي۔ ده ووئيل په وباﺀ قابو موندلو له به اولس له د حكومت مرسته كول وي۔ د سماجی لرې والي او د ډبليو اېچ او د ګائيډ لائنز به خيال ساتل وي۔ ده ووئيل اولس دې لاك ډاؤن كښې نرمي د حالاتو بهتري نه ګڼي۔ احتياط به لا كول وي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں