د ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې كابينې لپاره د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کمېټي (اي سي سي) د مالي كال 19-2018 په مهال د 4.05 اربه روپو بچ شوې فنډز د ټيکنيکل سپليمنټري ګرانټ منظوري وركړې ده ٬ دا منظوري د كوټلي پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو پروګرام (اېس اے پي) له مخې وركړې شوې دې۔ د اي سي سي غٶنده د ګل په ورځ قامي خزانې لپاره د وزيرزعظم سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېټۍ د كابينه ډويژن په تجويز د بچ شوي د بيا استعمال منظوري وركړې ده٬ دا فنډز به د ملګرو ملتونو د ګائيډ لائن له مخئ د هېواد د اولس خېرښګړې لپاره بيا استعمالولې شي٬ اي سي سي په اکتوبر كال 2019 كښې اسلام آباد كښې د امنيتي خرڅونو په مد كښې د داخله وزارت په تجويز د سل مېليونه خرڅونو هم منظوري وركړې ده خو كمېټۍ په عارضي انتظامونو د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړه چې ورسره كاروباري زيان او د هېواد تشخص ځپلې شوې۔ کمېټۍ د اسلام آباد انتظاميې ته امر وكړو چې سباٶن دې د امنيتي مسئلو حل لپاره مستقل لائحه جوړه كړې شي۔ كمېټۍ د يوټيليټي سټورز کارپوريشن مصرف كوٶنكو ته سبسډي وركلوو لپاره د صنعت او پېداوار وزارت په تجويز د 6 اربه روپو منظوري هم وركړه۔ کابينه د وزيراعظم عمران خان په امر د نومبر په 8مه نيټه كال 2019 د دې منظوري وركړې وه دغسې چې مصرف كوٶنكو ته اوړه٬ چيني ٬ غوړي ٬ دالونه او وريژې په ارزانه بعيه وركړې شي۔ كمېټۍ ووئيل چې د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد په مشرۍ كښې دې كمېټي جوړه كړې شي دغسې چې د سبسډي د عمل نګراني وكړې شي چې په راتلونكې غونډه كښې په دې لړ كښې كمېټۍ ته بريفنګ وركړې شي٬ كمېټۍ د نشه اي توكو د مخنيوي وزارت په تجويز د ټيکنيکل سپليمنټري ګرانټ له مخې د 7.904 اربه روپو هم منظوري وركړه كومې چې به د امريكې د نشه اي توكو د نړيوال كمپائن (آئي اېن اېل پي) له مخئ وركولې شي۔ اي سي سي امر وكړو چې سباٶن كښې د غېر ملكي ذريعو څخه د ترلاسه فنډز لپاره دې د خزانې وزارت څخه رابطه وكړې شي دغسې چې د فنډز په وخت اجراء وكړې شي۔ اي سي سي د مالي كال 19-2018 لپاره د فيډرل کنسوليډيټډ فنډ 170.418 ارب روپۍ تقيسمولو لپاره آرټيکل 84 اے له مخې قامي اسمبلۍ ته لېږلو لپاره د خزانې وزارت د تجويز هم منظوري وركړه٬ د دې نه علاوه په غونده كښې د مالي كال 19-2018 په مهال سپليمنټري ګرانټس وركولو تفصيلات هم قامي اسمبلۍ ته د لېږلو منظوري وركره ۔ د اي سي سي په غونده كښې د قامي خوراك تحفظ او تحقيق وزارت پومبې لپاره په تجويز تخم څخه په تيار شوي كهل د 5 فيصده سېلز ټېكس په معافۍ هم غور وكړو او د غور نه پس دا معامله فنانس ډويژن ته ولېږلې شوه دغسې چې د سېلز ټېكس د رعايت پرېكړه وكړې شي او اي سي سي په راتلونكې غونډه كښې فنانس ډويژن څخه په دې راپور هم طلب كړې دې

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں