د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل زبير محمود حيات د اسلام آباد نيول هېډكوارټر دوره٬

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات د اسلام آباد نيول هېډكوارټر دوره د زيارت په ورځ وكړه چرته چې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د هغه هركلے وكړو۔د پاك بحريه وياند له مخې د بحريه يو چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك بحريه مشر سره د مخه ښې ملاقات كړے ۔نيول چيف د وسله والو ځواكونو شريكه مرسته قوي كولو كښې د جنرال زبير محمود حيات په غېر معمولي خذماتو هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك بحريه صلاحيتونه زياتولو كښې د اېډمرل ظفر محمود عباسي هڅې وستائېلې۔د دې نه پس جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك بحريه پرنسپل سټاف افسرانو سره هم د مخه ښې ملاقات وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں