جاپان د پاکستان نزدې ملګرې هېواد او مهم اقتصادي شراكتدار دے

image
APP09-09 ISLAMABAD: July 09 - President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador-designate of Pakistan to Japan Imtiaz Ahmed who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي جاپان د پاکستان نزدې ملګرې هېواد او مهم اقتصادي شراكتدار دے، پاکستان به د خپل معيشت په ټولو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره د جاپان سرمايه كارو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده جاپان لپاره د پاكستان نومولي سفير امتياز احمد سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر نومولي سفير له مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان او جاپان ترمېنځه اړيكې مخ په وړاندې روانې دي خو په دې لړ كښې د حقيقي استعداد او صلاحيت څخه استفادې لپاره ټول وسائل په كار راوستلو ته اړتيا ده۔ اولس مشر په نومولي سفير زور رواړو چې ھغه د دواړو هېوادونو د اولس په شريكه ګټه اړيكو ته لا دوه وركولو لپاره بشپړه هڅې وكړي۔ اولس مشر د پاکستان هنرمند او نيم هنرمند افرادي قوت په جاپان كښې د ځايولو امكاناتو په لټولو زور رواړو۔ اولس مشر د نومولي شوي سفير جاپان كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل د نومولي سفير په سفارتي موده كښې به د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں