د میډیا او اطلاعاتو وزارت ترمېنځه د خبرو اترو نه پس معاملات تر ډېره حده سم شوې دي

image

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د میډیا او اطلاعاتو وزارت ترمېنځه د خبرو اترو نه پس معاملات تر ډېره حده سم شوې دي٬ تږلاره جوړه شوې ده٬ كله چې د ميډيا مالكانو ته بقاياجات وركوٶ نو وړاندې به د خبريالانو د واجباتو ادائيګي باوري كولې شي٬ هڅه كوٶ چې د ميډيا مالكانو لخوا د اختر نه وړاندې خبريالانو ته د واجباتو ادائيګي باوري كړې شي۔ دې دا خبرې د شورو په ورځ اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د قائمه کمېټۍ د غونډې مشري چيئرمېن میاں جاوېد لطیف وكړه۔ډاکټر فردوس عاشق اعوان غونډه كښې د خبرو اترو په مهال ووئيل پارلمان كښې مونږ د اولس استازي يؤ او ھغوي ته ځواب وركوٶنكي يؤ۔ دې ووئيل ميډيا چې څومره آزاده او قوي وي ٬ جمهوريت به هم دومره قوي وي٬ كه د ميډيا په آزادۍ كښې څه هم مسئله راغله نو مونږ به بهترۍ لپاره كردار لوبوٶ۔ دې ووئيل پي ټي وي قامي اداره ده كومه چې د قام د هيلو له مخې كار كوي٬ قائمه كمېټي دې د ميډيا بهترۍ لپاره لائن آف اېكشن جوړ كړي مونږ به پرې عملدرامد كوٶ۔ دې ووئيل ميډيا ته د لس نه تر 15 فيصده اشتهارات سركاري څانګې څخه ترلاسه كېږي ٬ 85 فيصده اشتهارات نجي څانګې څخه راځي ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د تېرو واكدارانو د واجب الادا اشتهاراتو د مسئلو هواري لپاره مونږ په سنجيدګۍ سره هڅې كوٶ٬ د ورځپاڼو د مالكانو او د اطلاعات وزارت د اشتهاراتو په اړه شمېرې مختلف وې٬ د خبرو اترو نه پس د ميډيا او اطلاعاتو وزارت ترمېنځه معاملات تر ډېره حده سم شوې دي۔ دې ووئيل ميډيا ٬ پي ټي وي ٬ پېمرا او د نورو ادارو بهترۍ لپاره

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں