خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د پخوانو خارجه سېكترانو او سفارتكارو ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی)خارجه وزارت كښې د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او پخواني خارجه سېكترانو او سفارتكارو ترمينځھ مهم ملاقات وشو۔ دا ملاقات د هغې غونډې په مهال وشو كومه چې مقبوضه كشمير كښې د مخ په وړاندې خرابېدونكې وضعې او د هند جارحانه عزائم نظر كښې نيولو سره رابللې شوې وه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د دې غونډې مقصد د پخواني سېكترانو او سفارتكارو پراخه تجربو څخه ګټه پورته كولو سره په موجوده صورتحال كښې يو بشپړه او مربوطه لائحه مرتب كول دي۔ خارجه سېكترانو سره د مقبوضه كشمير روانې وضعې په شمول د خارجه پالېسۍ په يو شمېر مهمو چارو ګټه ورې خبرې وشوې۔ ده وويئل زمونږ هڅه به وي چې د مشاورت دا لړۍ سباؤن كښې هم دغسې روانه وي۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں