د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP01-02 LAHORE: February 02 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference in Railways Head Quarters. APP photo by Javed Qureshi

لاهور 02 فرروي (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې هېواد لوټ كوونكي بزدله سياستدان د كرپشن په كېسونو كښې د هېرو جوړېدو هڅې كوي٬ د ډاكوانو د لوټ نزله په اولس راغورځېږي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري سياست له مېنځه تللې٬ الله ماته د ديوال شا ته د ليدنې صلاحيت راكړے٬ د وزيراعظم نه غوښتنه ده چې د ډيل او ډهيل د افواګانو په اړه قوم په اعتماد كښې واخلي٬ دې خلقو د قطر٬ كوېټ او اسامه بن لادن مال هم دې پرېښي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په رېلوے هېډكوارټرز لاهور كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے افسران هم موجود وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې بزدل سياستدانان ناروغې ځكه لري چې كېدے شي د ضمانت سبب جوړې شي۔ ده د سپيكر څخه غوښتنه وكړه چې رانا نثاالله او خواجه سعد رفيق دې د پي اے سي غړي وټاكي۔ ده ووئيل چې الله ما ته د ديوال شا ته د كتلو صلاحيت راكړے٬ زه چې كله د پانامه په كېس كښې لاړم نو خلقو به راپورې ټوقې كولې۔ ده ووئيل چې د پارلمان سينئر غړے يم او شهباز شريف پټواري٬ د تاڼې سياست او د بيوروكرېټس كورونو ته د تللو تجربه لري۔ ده ووئيل چې پبلك اكاؤنټس كمېټې ته زما تلل ضروري دي ځكه چې مونږ خلقو دې لپاره ووټ راكړے چې غله او لوټ كوونكي د قانون منګولو ته وسپارو۔ پي اے سي ته تلل زما حق دے٬ كه الله لار بند نه كړه نو څوك ئې هم نه شي بندولې۔ ده ووئيل چې بلاول بهټو زرداري د چا په ضد لانګ مارچ كوي ٬ كه هغه د كرپشن په ضد لانګ مارچ كوي ٬ نو زه به ورسره يم خو بايد ده ته معلومه وي چې د ده پلار مړي هم نه دي بخښلي۔ ده ووئيل چې په نواز شريف او آصف علي زرداري كښې فرق دومره دے چې نواز شريف ته دولت ځائ ته د رسولو چل ورځي خو زرداري ته د ګول ګپې او فالودے والا په لاس ورشي۔ د رېلوے وزير د سرلښكر نه هم غوښتنه وكړه هچې د شهباز شريف د امنيت نه دې د رېنجرز ګاډي لرې كړې شي ځكه چې هغه څوك هم څه نه وائي۔ ده ووئيل چې نه پوهېږم چې پي اے سي ته زما د تګ نه خلق ولې يره لري۔ ده ووئيل چې ما ته آئين او قانون زباني ياد دے٬ بايد شهباز شريف هم ياد وساتي چې هغه په غېر اخلاقي توګه د پي اے سي مشر دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د فرورې په 12مه نېټه به وزيراعظم عمران خان د تهل اېكسپرېس پرانسته كوي كوم به چې د پېنډې نه تر ميانوالي٬ كنديا٬ مظفر ګړھ او ملتان چلېږي۔ دغسې د مارچ په 30مه نېټه د وي آئي پي ټرېن جناح اېكسپرېس چلولو نېټه ټاكل شوې٬ د دويم وي آئي پي اېكسپرېس نوم سرسيد اېكسپرېس كېښودل شوے۔ ده ووئيل چې په رحمان بابا اېكسپرېس كښې د مسافرو شرح 160 فيصده ده او د ټولو ګاډو شرح 140 فيصد ده۔ وفاقي وزير ووئيل چې په اسلام آباد كښې به يو ساعت په خپله د خلقو شكايات اورم۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں