اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی) د لواري ټنل بندېدو په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر مولانا عبدالكبر چترالي ته به تحريري توګه د تحريك استحقاق په سپيكر چېمبر كښې د جمع كولو سپارښتنې سره وئېلي دي په دې مسئله به كاروائي كولې شي۔په قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته مولانا عبدالكبر چترالي ووئيل د لواري ټنل 18ساعته پرانستلې ساتلو په اړه د صوبائي حكومت ادعا سمه نه ده۔د لواري ټنل بندېدو په وجه وګړي ستونزو سره مخ دي٬ ده ووئېل زما دا تحريك استحقاق دې كمېټۍ ته وسپارلې شي۔سپيكر ده ته سپارښتنه وكړه چې خپل تحريك استحقاق په تحريري توګه سپيكر چېمبر له وركړې په دې به كاروائي كولې شي