هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په لاره روانولو لپاره د روغتيا او تعليم څانګې زيات اهميت لري

image
APP45-14 RAWALPINDI: January 14 - President Dr. Arif Alvi addressing the 2nd Road Show “Investing in Human Capital Through Health Initiatives” organized by Punjab Health Foundation. APP

پېنډې 14 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عا0رف علوي اولس ته د روغتيا او تعليم آسانۍ وركولو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په لاره روانولو لپاره د روغتيا او تعليم څانګې زيات اهميت لري٬د روغتيا په مېدان كښې به نجي څانګې له خپل فعاله كردار ادا كول وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پنجاب هېلتھـ فاؤنډېشن د روډ شو دوهمې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دې پروژې له مخې د روغتيا په څانګه كښې د سود نه پاك قرض وركول پراخه كولې شي چې ورسره به نزدې 1 لك ملازمتونه هم راپیدا شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې د روغتيا په څانګه كښې نجي څانګه مهم كردار ترسره كوي ٬ په پاكستان كښې به هم نجي څانګې ته د روغتيا په څانګه كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ده د طب څانګې سره تړون لرونكو كسانو لپاره د سود نه پاك قرض وركولو د لارې د پنجاب حكومت د اقدام په اړه په اولس كښې د شعور بېدارولو په ضرورت هم زور راوړو۔ده ووئيل ټېلي مېډيسن سروسز هم د روغتيا په څانګه كښې مهم كردار ترسره كوي بايد نجي څانګه دې پلو هم پام وكړي۔ د پنجاب حكومت د روډ شو د اقدام ستائنه كولو سره اولس مشر مېډيكل پريكټيشنرز ته ووئيل چې هغه د دې موقعې نه استفاده وكړي۔ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د قرض ستنولو شرح 97 فيصده ده كومه چې د ډاډ وړ خبره ده۔ده ووئيل خلق د غربت او بې روزګارۍ نه خلاصولو لپاره د روغتيا او تعليم څانګو ته د پام كولو زيات ضرورت دې۔ده په دې لړ كښې د چين مثال وړاندې كړو كوم چې كروړنه خلق د يوې لسيزې په مهال د غربت نه ويستلې دي ۔اولس مشر ووئيل د هېلت كارډ اجرا د روغتيا په څانګه كښې لويې پرمختګ دے۔ده ووئيل په ټولنه كښې د روغتيا په اړه دوه متضاد ستونزې رامخې ته دي يو خوا ته د آبادۍ يوه برخه د څربېدو ستونزې سره مخ ده او بل خوا د غذا كمې او د سټينټډ ګروت مسئله ده٬ اولس مشر د هېلت فيټنس په اړه د شعور په بېدارولو هم زور راوړو او د حكومت لخوا يې د غېر صحت منده رجحاناتو خوصله شكنۍ لپاره په سيګريټ او كاربونېټډ مشروباتو د ټېكس لګولو ستائنه وكړه۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د روغتيا وزير ته د فيټنس ډے لمانځلو تجويز وركړی شوې ۔۔ده ووئيل په ټولنه كښې د ناروغۍ مخ نيوي لپاره د احتياط ضرورت دې۔د صحت منده چارو نه د لرې كېدو له امله ګڼ شمېر بيمارۍ خپرېږي۔د دې څخه وړاندې د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني ووئيل د تېر وخت حكومتونو د روغتيا څانكې ته ترجيح نه ده وركړې خو د پي ټي آئي حكومت د دې رجحان بدلولو هڅه كوي۔ده اعلان وكړو چې د جنورۍ تر آخر به د هېلت كارډ اجرا عمل مخ په وړاندې بوتللې شي او د دې به تر 2 كروړه خلقو ته ګټه ورسي۔ده ووئيل تر 2030 به په هېواد كښې د لس لكه نرسانو خذمات پكار وي٬حكومت په اسلام آباد كښې نرسنګ پوهنتون جوړوي٬د دې نه علاوه روغتونونه هم جوړولې شي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں