د مذهبي چارو وزارت د حج نوي پالېسۍ له حتمي شكل وركړې٬باقاعده اعلان به د وفاقي كابينې منظورۍ نه پس كولې شي

image

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د حج نوې پالېسۍ له حتمي شكل وركړې٬باقاعده اعلان به د وفاقي كابينې منظورۍ نه پس كولې شي۔د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې د كمي په وجه راروان حج پېكج تر 1 لك روپو زياتېدو امكان لرې۔ذريعو له مخې د مذهبي چارو وزارت د حج نوې پالېسۍ له حتمي شكل وركړې۔د راروانې اونۍ په مهال وفاقي كابينې ته منظورۍ لپاره د لېږلو امكان دے۔سږ كال د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې د كمي اثرات د ژوند په نورو څانګو هم پريوتې ٬ دغسې حج پېكج به هم زيات وي۔د مذهبي چارو وزارت په دې لړ كښې د سعودي چارواكو سره په تماس كښې دې او د پاكستانو حاجيانو لپاره د زياتو آسانيو ترلاسه كولو هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں