د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې کراچۍ كښې د وفاقي حكومت د پرمختيائي منصوبو په اړه غونډهً

image
APP67-02 ISLAMABAD: January 02 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting on Federal Government Development Projects in Karachi, at PM Office. APP

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان کراچۍ كښې د وفاقي حكومت د پرمختيائي منصوبو په پېشرفت كښې د تندوالي راوستلو امر كولو سره وئيلي دي کراچۍ د پاکستان معاشي زړه دے ‘ د قائد ښار ته د پېښو مسئلو لرې كولو لپاره به وفاقي حكومت خپل بشپړ كردار لوبوي۔ دا خبرې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د شورو په ورځ د لوړې كچې په غونډه كښې شوې۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬ د مواصلات وزير مراد سعید، د سمندري چارو وزیر سید علي حېدر زېدي، خالد مقبول صدیقي، فېصل واوډا، د سندھ ګورنر عمران اسمعیل، د صوبائي اسمبلۍ غړې ثمر علی خان ، د كراچۍ انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمېټۍ لمېټډ چیف اېګزیکټو محمد صالح فاروقي، عدنان اصدر ، د مواصلات سېكتر او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د قائد په ښار كښې د وفاقي حكومت له مخې د پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج واخستلې شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل کراچۍ د پاکستان معاشي زړه دے كوم چې د هېواد معيشت استحكام او پرمختګ كښې مركزي كردار لري۔ وزیراعظم زما د كراچۍ وګړو ته د پېښو ټرانسپورټ ٬ د څښلو پاكو اوبو٬ سېورېج٬ هاٶسنګ او د نورو مسئلو نه ښه خبر يم ٬ په دې مسئلو قابو موندلو په لړ كښې به وفاقي حكومت خپل بشپړ كردار لوبوي۔ وزیراعظم وفاقي حکومت ته د منصوبو په پېشرفت كښې د تندوالي امر وكړو۔ كراچۍ كښې د وفاقي حكومت لخوا د منصوبو د تندوالي په غرض د اړوندو څانګو ترمېنځه د كوټلو رابطو لپاره په وزيراعظم آفس كښې دوهم سېكتر ته ذمه وارۍ وركړې شوې دي۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں