د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې

image

لاهور 11 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ربيع الاول په 11مه او 12مه نېټه په وفاقي پايه تخت كښې سيرت النبي﴿ص﴾ كنفرنس كولې شي چې پكښې به د امام كعبه٬ د متحده عرب اماراتو مفتي اعظم٬ مير واعظ عمر فاروق٬ د جامعه الازهر مفتيان او د امريكې او برتانيې پشمول د ټولې نړۍ څخه علما كرام٬ مفتيان او عالم دين ګډون كولو سره خپلې مقالې وړاندې كوي٬ د كنفرنس پرانسته به وزيراعظم عمران خان كوي٬ د كنفرنس د وروستې دستورې خاص مېلمه به اولس مشر وي٬ وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 29مه نېټه د حكومت د 100 ورځني پلان د كاركردګې اعلان كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف نور مشران هم موجود وو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په پاكستان كښې كوم حكومتي يا انتظامي بحران نشته٬ بلكې فكري بحران دے٬ يوه طبقه د مذهب په لباس كښې سياست كولو سره د خپلې خوښې نتيجې او سياسي ګټه ترلاسه كول غواړي٬ د رياست كار د فكري نظرې سوچ ته وده وركول دي او دا كار اهل ليډر شپ كولې شي د كوم چې وزيراعظم عمران خان څو ځله ذكر كړے٬ هغه د مدينې د رياست نظريه ده چې پكښې د اقليتونو حقوق هم مكمل تحفظ لري٬ عمران خان يو پرمختګ كوونكې خوشحال پاكستان غواړي٬ هم دا وجه ده چې ده غريبانو او بې وسه مزدورانو لپاره د شېلټر هوم كار پېل كړو۔ هم دا د فلاحي رياست په پلو مهم قدم دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د كچه آبادې نه نسكورولو هدايت هم كړے او هم داسې تنخا دار طبقې د كومو تنخاګانې چې د 15 زره نه تر 18 زرو روپو پورې وي٬ لپاره د د خپل ذاتي كور جوړولو سوچ اختيار كړے۔ د پارلمان په اړه وفاقي وزير ووئيل چې حكومت كومه ذاتي اېجنډا نه لري٬ اپوزيشن چې څنګه رويه لري٬ هغوي غواړي چې په كرپشن دې خبره ونه كړې شي٬ لوي ورور غواړي چې كشر ورور ئې د پبلك اكاؤنټس كمېټې چيئرمېن جوړ شي او د ده آډټ كليئر كړي٬ خو داسې ممكن نه ده۔ ده ووئيل چې د عمران خان سياست قوم او هېواد او د اپوزيشن سياست خپل كور لپاره دے۔ ده ووئيل چې دا وړومبې موقع ده چې د كال 1988م نه پس مولانا فضل الرحمان د كوم حكومت برخه نه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ټولو رجسټرډ صحافتي تنظيمونو كاركنانو ته به هېلتھـ كارډ جاري كولې شي۔ د پي اے سي چيئرمېن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې شهباز شريف د دې چيئرمېن نه شي كېدے٬ د دې په ځائ بلاؤل بھټو ته وركول كېدې شي٬ د خورشيد شاه په اړه ده ووئيل چې پيپلز ګوند ته هم نه ده معلومه چې خورشيد شاه پيپلز ګوند سره دے كه ن ليګ سره دے۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے