په حافظ آباد كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي

image

حافظ آباد 21 دسمبر (اے پي پي) په حافظ آباد كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي. د نجي ټي وي چېنل له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د خالي په ورځ د حافظ آباد په چك چهټه سيمه كښې د جج بس ټرېكټر ټرالې سره ټكر شو. په پېښه كښې 5 كسان مړه او 25 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي چې پكښې د 5 حالت اندېښمن ښودل شوے او د لاهور روغتون ته رسول شوي دي. د پوليسو له مخې پېښه د سختې لړې په نتيجه كښې رامېنځ ته شوې. پوليسو مقدمه درج كولو سره د پېښې پلټې پېل كړې دي.

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں