د اردن تھنك ټېنك وزیراعظم عمران خان مین آف ایئر وګرځولو

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د اردن تھنك ټېنك وزیراعظم عمران خان مین آف ایئر ګرځولې٬ رائل انسټي ټيوټ آف استراتېژك سټډيز سنټر د نړۍ د 562 اثر لرونكو مسلمانانو په اړه خپل فهرست جاري كړې ۔ وزیراعظم عمران خان د نړۍ مخ ملازه لرونكې 16م مسلمان ګرځولې شوې ۔ دا مركز په اردن كښې اسلامي فكر لپاره د رائل البعېت انسټي ټیوټ يوه خپلواكه تحقيقي اداره ده٬ دې ادارې د فلسطین نژاد د امریکې د كانګرېس غړې راشدہ طلیب وېمن آف دي ايئر هم ګرځولې ۔ په قاهرہ كښې د امريكې د پوهتنون د صحافت څانګې پروفېسر ایس عبداللہ شېلیفر چا چې ټائټل ګټونكي دواړه نومونه ټاكلې ووئيل د عمران خان د كركټ خدمات ٬ د كېنسر رنځورانو لپاره روغتون جوړولو لپاره كامياب كمپائن او ګاٶنډي هېواد هند سره د امن خوښۍ په سبب ټاكلې شوې ۔ راپور كښې وئيلي شوي عمران خان د خپل ژوند 22 كاله سياسي ګوند لپاره وقف كولو نه پس تېره كال د پاكستان وزیراعظم چوكۍ سنبهال كړې او د كرپشن او بدانتظامۍ په ضد ئې اقدامات كړي۔ پروفېسر شیلیفر ووئيل په اګست كال 2018 كښې د اقتدار ترلاسه كولو نه پس وزیراعظم عمران خان دا واضح كړې چې د ھغه په وړومبنو ترجيحاتو كښې هند سره امن لپاره كار كول شامل دي ٬ د هېواد د وزيراعظم په حېث خپلې وړومبۍ وېنا كښې وزیراعظم عمران خان نه يوازې پاكستان بلكې نړۍ او په خاص توګه د هند اولس ته هم مخاطب شوے ٶ۔ ھغه وخت ھغه وئيلي وٶ پاكستان هند سره امن غواړي او كه هند يو قدم راواخلي نو پاكستان به دوه قدمه اخلي۔ د عرب نیوز راپور له مخې د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمېنځه په دسمبر كال 2018 كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موقع د يو ملاقات اهتمام شوې ؤ خو هند ھغه منسوخ كړو۔ پروفېسر ایس عبداللہ شلیفر ووئيل وزیراعظم عمران خان د خبرو اترو پېل كولو د ټولو هڅو هند سم ځواب نه دې وركړې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں