په نړيواله كچه د كشمير غږ په اړه د وزيراعظم عمران خان هڅې د ستائنې وړ دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه

image

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه په ملګرو ملتونو كښې د وزيراعظم خطاب او د كشمير صورتحال په اړه وئيلي دي وزيراعظم عمران خان به د كشمير مقدمه په عمومي اسمبلۍ كښې په ښه ډول وړاندې كوي او د نړيوالې ټولنې د ضمير راويښولو هڅه به كوي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل په نړيواله كچه د كشمير غږ په اړه د وزيراعظم عمران خان هڅې د ستائنې وړ دي۔ هيله ده چې كشميريانو ته د دوي حق وركولو لپاره به دا هڅې بې ځايه نه ځي او دوي به په آزاده فضا كښې د ساه اخستلو موقع ترلاسه كړي۔ ده ووئيل كشمير زمونږ شه رګ دے او د دوي دړد زمونږ خپل دړد دے۔ په يو قيمت به هم دوي مايوسه نه كړو۔ ده ووئيل د اګست د 5مې نېټې نه تر اوسه د 13 زرو نه زيات كشميريان نيولې شوي۔ دا د انسانيت تذليل دے۔ ده ووئيل په دې موقع د نړۍ بې حسي د افسوس وړ ده۔ نړۍ ته به د مودي هندو فاشسټ اېجنډې مخ نيوې كول وي۔ ده ووئيل د كشميريانو او پاكستانيانو لويه شمېره به نن په نيويارك او پاكستان كښې خپلو كشميري وروڼو سره د يووالي او د هند په ضد احتجاج كوي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں