هېواد كښې عدم استحکام او بے يقيني خپرونكې عناصر بايد په ډاګه كړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د عرفان صديقي سره خبرې اتري

image

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيرا عظم شهباز شريف وئيلي دي چې هېواد كښې عدم استحکام او بے يقيني خپرونكې بايد په ډاګه كړې شي، حکومت، رياست او د قامي سلامتيا ادارو په اړه د چليدونكې منظم كمپائن ماتولو لپاره دې د ميډيا تګلاره كوټلې كولو ته پام لرنه وكرې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په روځ په سېنېټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارليماني ګوند لارښود او د خارجه چارو قئمه کمېټۍ چئيرمېن سينيټر عرفان صديقي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د په وزيراعظم هائوس كښې ملاقات کړې ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ملاقات كښې د هېواد په په مجموعي صورتِ حال، اولس ته په پېښو مسئلو او د ميډيا په اړه په چارو خبرې اترې وشوې۔ وزيراعظم شهبازشريف ووئيل بايد د حکومت، رياست او قامي سلامتيا ادارو په اړه چليدونكې منظم كمپائن ماتولو او وګړي د حقائق څخه خبرولو لپاره د حکومت سره سره مسلم ليګ (ن) هم د ميډيا تګلاره زياته موثره كولو ته پام لرنه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې بايد عدم استحکام او بے يقيني خپرونكې عناصر په ډاګه كړې شي۔ وزيراعظم په سېنېټ كښې د مسلم ليګ (ن) مثبت کردار ستائلو سره ووئيل بايد سېنېټ جمهوري اقدار او وقار لرونكې ماحول لپاره د ټول منتخب ايوانونو لارښودونه دوكړي۔ وزيراعظم شهبازشريف سينيټر عرفان صديقي له د سېنېټ د خارجه چارو قائمه کمېټۍ په چئيرمېن منتخب كيدو مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د هغه په مشرۍ كښې به د خارجه چارو کمېټي په ټوله نړۍ كښې د پاکستان مثبت، امناكه او تعميري تشخص رامخې ته كولو ته پام لرنه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں