د ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهیان د پاكستان دورې په موقع شريكه اعلاميه

image
APP62-02 ISLAMABAD: January 02 – Prime Minister Imran Khan meeting with His Highness Shaikh Mohammad Bin Zayed Al Nahyan Crown Prince of Abu Dhabi & Deputy Supreme Commander of the UAE Armed Force. APP

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) پاکستان او متحدہ عرب امارات دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلې كړے ٬ اقتصادي پېشرفت٬ وزيراعظم د غېر ملكي سرمايه كارۍ زياتېدونكو موقعو او مهمو همكارانو سره ګټور تجارتې روابط رامخې كولو سره د پاکستان د اقتصادي، سماجي پرمختګ او په خاص توګه د صحت ٬ تعليم او د يوته سېكټر لپاره په لوظ د يو اے اي د قيادت او اولس مننه وكړه ٬ د متحده عرب امارات ولي عهد سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام او د شخړو سوله ايز هواري لپاره وزيراعظم له د مرستې باور وركړو ۔ د زيارت په ورځ د متحدہ عرب امارات (یو اے اي) د ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهیان د پاكستان دورې پحقله شريكه اعلاميه جاري كړې شوې ۔ د يو اے اي ولي عهد د يو ورځۍ سركاري دورې په مهال وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كړې۔ په دې موقع ولي عهد سره د كابينې غړې او د لوړ پوړو اعلٰې كچ پلاوې هم ملګرې ٶ۔ وزیراعظم عمران خان پاکستان ته په راتګ په نور خان اېئر بېس د ولي عهد هركلے وكړو۔ په وزیراعظم هائوس كښې د شېخ زېد بن النهیان او د وزیراعظم عمران ترمېنځه په ملاقات كښې په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې ٬ د دې نه پس وزیراعظم ولي عهد او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركړه۔ وزیراعظم د پاکستان او متحدہ عرب امارات ترمېنځه د پرله پسې اعلٰې كچ رابطو او دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬ وزیراعظم د پاك يو اے اي د خاص ستراتېژكې اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره د ژورو اقتصادي روابطو په ضرورت زور رواړو٬ وزیراعظم پاکستان كښې د اقتصادي پېشرفت ٬ د غېر ملكي سرمايه كارۍ د زياتېدونكو موقعو او مهمو شراكتدارو سره ګټور تجارتي روابط رامخې ته كړل۔ وزیراعظم پاکستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د يو اے اي لخوا د سرمايه كارۍ د خوښۍ هركلي كولو سره د يو اے اي سرمايه كارو ته د زياتو آسانيو وركولو باور وركړٶ۔ وزیراعظم د نورو سېكټرو نه علاوه د توان او سېلګرۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ امكانات هم رامخې ته كړل٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې په صنعتونو كښې د نزدې مرستې په حاجت هم زور رواړلې شو۔ وزیراعظم په يو اے اي كښې د 16 لكه نه د زياتو پاكستانيانو مثبت كردار هم رامخې ته كړو څوك چې يو اے اي خپل دوېم كور ګڼي۔ وزیراعظم عمران خان د پاکستان د اقتصادي، سماجي پرمختګ او په خاص توګه د صحت ٬ تعليم او د يوته سېكټر لپاره په كمټمنټ د يو اے اي د قيادت او اولس مننه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ولي عهد د مقبوضه کشمیر د صورتحال نه هم خبر كړو چرته چې هند 80 لكه كشميريان د تېرو 150 ورځو راهسې محصور ساتلې ۔ وزیراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشميريانو په ضد د ظلمونو لاره نيولو له كردار ولوبوي۔ وزیراعظم هند كښې د امتيازي سټيزن بدلون اېكټ او اېن آر سي او د دغې منفي نتيجې هم رامخئ ته كړې۔ وزیراعظم ولي عهد افغان امن او د روغې جوړې عمل كښې د پاكستان د هلو ځلو او د مثبت كردار نه هم خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل سوله ايز٬ مستحكم او سوكاله افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه دے۔ د متحده عرب امارات ولي عهد سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام او د شخړو سوله ايز هواري لپاره د يو اے اي لخوا د ملاټر باور وركړو٬ ولي عهد په آو آئي سي كښې د پاكستان د مهم كردار ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو دوه اړخيزه اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره د عزم پخلې هم وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں