دوست هېوادونو څخه د سرمايه كارۍ په منصوبو عملدرآمد كښې هېڅ ډول سستي د قبلېدو وړ نه ده ٬ ټول وزيران او اړوندې ادارې دې په مجوزه منصوبو پېشرفت ګړندي كولو لپاره اقدامات وكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي دوستانو هېوادونو څخه د سرمايه كارۍ په منصوبو عملدرآمد كښې هېڅ ډول سستي د قبلېدو وړ نه ده ٬ ټول وزيران او اړوندې ادارې دې په مجوزه منصوبو پېشرفت ګړندي كولو لپاره اقدامات وكړي، پاکستان كښې په انفارميشن ټېکنالوجۍ، زراعت، معدنيات او قيمتي كاڼو او د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے ، په دې څانګو كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ سره به نه يوازې د هېواد برامدات زيات شي بلكې د لكهونو په شمېر ځوانانو لپاره به د روزګار موقعې راپېدا شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد د معيشت پرمختګ او د سرمايه كارۍ پحقله د اقدامات د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوالې ريټنګ اېجنسۍ “موډيز” لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ په اپ ګريډ كولو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د معاشي ډلې هڅې رنګ راوړي، په تېر دور حكومت كښې مو د هېواد په خاطر د خپل سياست قرباني وركړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان معيشت مو د ديواليه كېدو نه بچ كړے، معيشت د استحکام نه وروستو د پرمختګ په لور روان دے، د حکومت لخوا قامي مفادات ته په سياسي مصلحتونو ترجيج وركولو پاليسۍ په زړه پورې اثرات اوس په معيشت كښې تر نظره كېږي ، د موډيز لخوا پاکستان ته د سي اے اے ټو ريټنګ وركول د حكومت د معاشي پاليسيو د سمېدو نړيوال اعتراف دے۔ وزيراعظم ووئيل هيله لرو چې معيشت به هم په دې رفتار سره په مثبت پلو مخ په وړاندې روان وي، د دې مهم پېشرفت او د معيشت د مجموعي بهتر صورتحال په اړه د خزانې وزير او د ھغه د ډلې هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئېل د دوستانو هېوادونو لخوا په بېلا بېلو څانګو كښې د اربونو روپو سرمايه كارۍ كښې د خوښۍ څرګندونه د حكومت د كاروبار او سرمايه كارۍ دوسته پالسيو نتيجه ده۔ وزيراعظم ووئيل دوست هېوادونو څخه د سرمايه كارۍ په منصوبو عملدرآمد كښې هېڅ ډول سستۍ د قبلېدو وړ نه ده ٬ ټول وزيران او اړوندې ادارې دې په مجوزه منصوبو پېشرفت ګړندي كولو لپاره اقدامات وكړي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې په انفارميشن ټېکنالوجۍ، زراعت، معدنيات او قيمتي كاڼو او د توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے، په دې څانګو كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ سره به نه يوازې د هېواد برامدات زيات شي بلكې د لكهونو په شمېر ځوانانو لپاره به د روزګار موقعې راپېدا شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم د نړيوال ريټنګ ادارې موډيز لخوا د پاکستان په ريټنګ كښې د بهترۍ ، په بېلا بېلو څانګو كښې د دوست هېوادونو سره د سرمايه كارۍ په لوظنامو كښې د پېشرفت او د روانو منصوبو په اړه خبر كړے شو۔ غونډه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د دوېم پړاٶ له مخې د منصوبو د پېشرفت نه هم خبرې كړې شوه۔ وزيراعظم په ټولو منصوبو كښې د سپېځلتيا عنصر ته كليدي اهميت وركولو سره سره د دې نفاذ په ترجيحي بنيادونو د باوري كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران جام کمال خان، احد خان چيمه، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، سردار اويس خان لغاري، ډاکټر مصدق ملک، عبدالعليم خان، وزير مملکت علي پروېز ملک، شزه فاطمه خواجه، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں