سردار اياز صادق په مبارك احمد ثاني كيس كښې د سپريم كورټ د نظرثانۍ پريكړې هركلے وكړو

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مبارك احمد ثاني كيس كښې د سپريم كورټ د نظرثانۍ پريكړې هركلي كولو سره وئېلي دي لوي څښتن مونږ په دې معامله كښې كامياب كړې يو ٬سپريم كورټ دا ډول پريكړه وركړې په كوم چې ټول پاكستان خوشحاله دے۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مبارك احمد ثاني كيس كښې د سپريم كورټ پريكړې په اړه خپل ريماركس كښې ووئيل د لوي څښتن شكر كوو چې هغه په دې معامله كښې مونږ كامياب كړو ۔ده ووئيل د حكومت او اپوزېشن هم مننه كوم ٬ چې كله مونږ دا معامله د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف كمېټۍ ته وسپارله نو هغوي علمائے كرام راوبلل او په دې معامله ېي اجتماعي پريكړه وكړه٬ په 22مه نېټه آخري تاريخ ؤ خو ما اټارني جنرل ته دا خواست كړے ؤ چې زمونږ د خط انتظار دې ونه كړے شي او د دغې نه پس اټارني جنرل په سپريم كورټ كښې د نظرثانۍ درخواست دائر كړو ۔ده ووئيل علماے كرامو هم په سپريم كورټ كښې دلائل وركړي۔ده ووئيل د سپريم كورټ هم مننه كوم چې هغوي دا پريكړه وركړه په كوم چې ټول پاكستان خوشحاله دے۔سپيكر د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ غړو پشمول ټول ايوان ته په دې معامله پېرزوينې وړاندې كړې۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں