الیکشن کمېشن آف پاکستان په ټول هېواد كښې زيات حساس، حساس او نارمل پولنګ سټېشنو فهرست جاری کړو

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) الیکشن کمېشن آف پاکستان (ای سی پی) په ټول هېواد كښې په مجموعي توګه 89250 پولنګ سټېشنو كښې 17,500 پولنګ سټېشنې زياتې حساس، 32,508 حساس او 42,500 نارمل ګرځولې دي۔سرکاری ذريعو اے پی پی ته ووئيل پولنګ سټیشنې اے، بی او سی کیټیګری كښې شامل کړې شوي۔هېواد كښې حساس ګرځولې شوي 17,500 پولنګ سټشنو كښې 6,599 پنجاب او 4,430 سندھ كښې دي د كومې نګراني چې به د سی سی ټی وی کیمرو د لارې كولې شي۔بلوچستان كښې د زيات حساس پولنګ سټېشنو شميره 2,038 او خېبرپښتونخوا كښې 4,344 ده۔پنجاب كښې 15,829 پولنګ سټېشنې حساس، سندھ كښې 8,030، بلوچستان كښې 2,068 او خېبرپښتونخوا كښې 6,000 څخه زياتې پولنګ سټېشنې حساس زمره كښې راځي دغسې 42500 پولنګ سټېشنې نارمل دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په 8 فروری کيدونكې ټولټاكنو څخه 15 ورځې وړاندې به سرکاری پولنګ سکیم اعلانولې شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں