د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د رومانيه خپل هم منصب بوګډن آرسكو ټېليفوني تماس٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده وضعه د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د نهې په ورځ د رومانيه خپل هم منصب بوګډن آرسكو ټېليفوني تماس نيولے ۔د خارجه دفتر ترمخه دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده صورتحال تفصيلي خبرې كړي۔خارجه وزير د رومانيه خپل هم منصب د افغانستان په صورتحال د پاكستان د موقف نه خبركړو او دغسې د رومانيه خارجه وزير د كابل څخه د خپلو وګړو په خوندي ويستلو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مرستې مننه وكړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د رومانيه هم څنګ له باور وركړو چې پاكستان د كابل څخه د انخلا په عمل كښې د معاونت لړۍ روانه ساتلو له لوظي دے۔د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو په اړه خاص خبرې وشوې۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د رومانيه سره د دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي دغسې دواړو خارجه وزيرانو د تجارتي او دفاعي اړيكو لا قوي كولو او د خوښې په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو او دواړو خارجه وزيرانو يو بل له د دورو كولو بلنه وركړه

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں