حكومت ګوادر او كوئټه پېښه كښې ككړ ترههګرو شناخت كولو سره لويه كاميابي ترلاسه كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي حكومت ګوادر او كوئټه پېښه كښې ككړ ترههګرو شناخت كولو سره لويه كاميابي ترلاسه كړې۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د كورنيو چارو وزير ووئيل ګوادر چاودنه كښې ځانمرګې بريد كونكو او په بله چاودنه كښې چې پكښې د اېف سي ډله په نښه كړې شوې وه٬د هغوي پیژندګلو شوې هغوي دافغانستان څخه راغلي وو۔ده ووئيل په ګوادر كښې ځانمرګې بريد كونكې د چينائي وګړو ګاډې په نښه كړې چې پكښې دوه كسان مړه او د يو چينائي وګړې پشمول څلور كسان ژوبل شوي وو دغسې د اتوار په ورځ د يوې پوستې سره نزدې د كوئټې په مستونګ سړك ځانمرګي بريد كښې څلور كسان مړه او شل ژوبل شوي وو۔ده ووئيل د طالبانو د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې برخه ګرځېدلو خواهش يو مثبت علامت دے٬سي پېك د پاكستان لويه منصوبه ده دغسې چين او پاكستان د ورورولۍ اړيكې لري٬ده ووئيل د طالبانو قيادت باور راكړې چې د افغانستان خاوره به د پاكستان په ضد نه كارولې كېږي٬د طورخم په پوله صورتحال د معمول له مخې دي او حكومت د طورخم په پوله يا د هېواد په كومه بله برخه كښې د كډوالو كېمپ نه دې لګولې۔ده ووئيل ټوله نړۍ د هند د دې شرم ناك حالت څخه خبر ده ځكه چې هغوي د افغانستان نېشنل ډائريكټورېټ آف سېكورټي جوړولو او تېرو 40 كلونو په مهال په افغانستان كښې 60 ټرينګ كېمپ جوړولو كښې د اربونو ډالره سرمايه كاري كړې۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د سيمې سره سره د نړۍ نورو برخو لپاره هم مهم دے۔ده ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې امن او مستحكم حكومت لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن او پرمختګ د پاكستان او په ټوله سيمه كښې د امن او پرمختګ لپاره ضرورې دې۔پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔ده ووئيل مونږ د نړۍ د ټولو هېوادونو څخه زياتې قربانۍ وركړې دي۔شېخ رشيد هيله څرګنده كړه چې نړۍ به امن او استحكام په ځاې ساتلو لپاره زمونږ قربانۍ ومني٬مونږ په سيمه كښې امن او استحكام لپاره كردار ترسره كوو۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں