اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هند په پاكستان كښې د امن عمل له مينځه وړولو هڅه كوي۔ هند كومه پوله افغانستان سره نه لري۔ هند بايد افغانستان كښې د لاس وهنې كولو نه منع شي۔ پاكستان ټول عمري د افغان مسئلې د سياسي حل خبره كړې۔ پاكستان افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو وتلو عمل له مرسته كړی۔ قامي ایئر لائن تر دې دمه كابل څخه د 15 سوه كسانو وتل باوري كړي ۔ چرته چې پوځ نه وي او ادارې قوي نه وي ، هغه هېواد مخ په وړاندې نه شي تللے۔ خپل ښي او ګس اړخ ته وګورې ، چرته چې هیواد محفوظ نه دے هلته كور هم محفوظ نه دے۔ حكومت هېواد كښې سپېځلو ټاكنو كولو له ګامونه پورته كوي۔ پاكستان كښې يو الېكشن داسې نشته كوم چې مخالفې ډلې په سېځلي ډول كاميابي ترلاسه كړې وي۔ 90 لکه سمندر پورې پاکستانيان د ووټ حق كارولو څخه د ايسارولو هڅې كېږي۔ د درغلۍ او ټګۍ مخنيوي له د جوډيشل كمېشن 36 سفارشات كښې زياتر د اي وي اېم د لارې حل كېدل ممكن شوي ۔ مونږ بهر هېوادونو كښې پاكستانو وګړو ته د ووټ حق وركولو له هلې ځلې كوؤ۔ د سمندر پورې پاكستانيانو د زرمبادله له امله د هېواد معيشت مستحكم كېږي٬ د کورونا وبا خپریدو په خېبر پښتونخوا او پنجاب كښې د روغتیا په څانګو اضافي فشار راوستے٬ اقتصادي اشاريې مستحكمې دي ٬ صادرات مخ په زياتېدو دي او ګرانۍ كښې كمے رامخې ته كېږي۔ بزنس انډېكس كښې هم 108 فيصده اضافه شوې۔ ډاکټر محمد اشفاق د اېف بي آر نوے چيئرمېن او ډاكټر نديم ظفر د پاكستان شماريات ادارې مشر په توګه غوره كړے شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو بريفنګ كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین ووئیل د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وفاقي کابینې په غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه بریفینګ ورکړے. هغه ووئیل مونږ د افغانستان روانې وضعې ته په ژور نظر ګورؤ۔ پاکستان افغانستان څخه د بهرنو خلقو په ویستلو کې مهم رول لوبوي. دا مهال مونږ د بېلو هېوادونو د زرګونو خلکو ویستلو له لاره هواره کړې ۔ده ووئېل د 3500 څخه زياتو كسانو سره مو د هوائي لارې او 19 زره خلکو سره مو د پولې د لارې وتلو له مرسته كړې۔ ده ووئيل دا مهال مونږ بهرنو وګړيو لپاره د خپلو پولو پرانستلو هڅه كوؤ۔ پاكستان دا مهال خپلې فضائي او زمكيزې پولې كابل كښې د ګېرو شوو غېر ملكيانو لپاره پرانستلې دي۔ وفاقي وزير ووئيل تر كومې چې افغانستان كښې د حكومت جوړولو عمل دے په دې كښې مونږ ذمه وار كردار ترسره كؤو۔ مونږ تركيه ٬ چين او نورو هېوادونو سره نزدې رابطه لرؤ۔ د اطلاعات وزير ووئيل وفاقي كابينې په دې خبره زور راوړے چې هند دې د افغانستان دننه لاس وهنې نه ډډه وكړي۔ هند افغانستان سره كومه پوله نه لري۔ د هند ميډيا دا مهال افغانستان كښې د امن عمل له مينځه وړولو له ستړې كوي۔ ده ووئيل دې چارو سره د هند هېڅ تعلق نشته۔ د اطلاعات وزير ووئيل پاكستان د امن عمل مهم همكار دے۔ مونږ نه غواړو چې د هند په شمول كوم هم هېواد د امن عمل ته زيان ورسوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وفاقي كابينې غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز او د وزیراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان د الېكټرانك ووټنګ مشين او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د آئي ووټنګ په اړه بريفنګ وركړو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې ته د كورونا په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل د كابينې په غونډه كښې د مېرمنو په اړوندو پېښو هم خبره وشوه۔ وزیراعظم عمران خان غونډې ته خطاب كښی ووئيل د مينار پاكستان په ډول پېښې د ټولنې هرې طبقې لپاره اندېښمنې دي۔ د ټك ټاك په ډول رجحاناتو په ضد ټولنه كښې يو غبرګون رامخې ته شوے۔ د زياتېدونكو جنسي جرمونو او نورو اخلاقي رجحاناتو مخنيوي له ضروري ده چې په دې اړه مباحثه پېل كړې شي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د دې صورتحال جاج اخستو او سفارشات مرتب كولو له د لوړې كچې كمېټۍ جوړولې شي كومه كښې به چې نوموړي علماﺀ كرام ٬ دانشوران او د ټولنې استازي شامل وي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د ډاكټر محمد اشفاق د اېف بي آر نوي چيئرمېن او د ډاكټر نديم ظفر د شماريات ادارې مشر غوره كېدو منظوري هم وركړې۔ دغسې كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 16 اګست 2021 غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق كړے۔ ده ووئيل كابينې د الېکشن آرډیننس ( درېم بدلون) منظوری وركړې۔ دا مهم آرډيننس ځنډولے شوے ؤ۔ د دې آرډيننس له مخې د هغه كسانو ممبرشپ به ختمولے شي كومو چې په 60 ورځو كښې د خپلو چوكو څوګند پورته نه كړو۔ هغه ټول كسان كومو چې د خپلو چوكو څوګند پورته نه كړو د دې آرډيننس د منظورۍ نه پس به هغوي د خپلې چوكۍ نه لاس ووينځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ډېره موده پس په اولني ځل هند څخه ټي ټي پي ته د فنډنګ لړۍ بنده شوې ۔ تر كومې چې د پاكستان دننه د دوي د كارروائيو تعلق دے نو پاكستان كوم كمزورے هېواد نه دے۔ مونږ د دې چېلنجونو مخنيوي بشپړ صلاحيت لرؤ۔ ده ووئيل افغان چارواكو د خپلې خاورې د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ له د نه كارولو اعلان كړے كوم چې خوشبينه دے۔ هيله ده چې افغان چارواكي به دا اعلان عملي كوي۔ ده ووئيل پاكستان ته د مطلوبو بي اېل اے او ټي ټي پي ترهګرو په بابله به د پاكستان مرسته كولې شي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د امريكا خارجه سېكرټري د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره درې وارې خبرې كړي۔ د امریکن سنڼرل کمانډ چیف، پېنټاګان او ډیفنس ډیپارټمنټ سره نزدې مشاورت روان دے۔ هغه ووئيل دا مهال دوه ټرېك باندې كار روان دے په كومو كښې چې تركيه ٬ ايران او د منځنۍ آسيا رياستونه شامل دي۔ پاكستان د دغې برخه دے۔ دې سره سره دوحه كښې اسټېنډرډ ډائیلاګ روان دي كومو كښې چې چين ٬ پاكستان ٬ روسيه او امريكا شامل دي۔ ده ووئيل د دې منطقې په پرېكړو كښې به د پاكستان خوښه او اېډوائس شامل وي۔ هغه ووئيل پاكستان چې كومې خبرې وړاندې كړي هغه سمې ثابتې شوي۔ ده ووئيل افغانستان كښې صورتحال ته وګورې۔ چرته چې پوځ نه وي او ادارې قوي نه وي ، هغه هېواد مخ په وړاندې نه شي تللے۔ خپل ښي او ګس اړخ ته وګورې ، چرته چې هیواد محفوظ نه دے كور هم محفوظ نه دے۔