اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د پبلك ډپلوميسي په اړه مهمه غونډه د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوه۔پھ غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ايكسټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل امبرين جان٬د آئي اېس پي آر ډي جي او د خارجه وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې مقصد د قامي بيانيې ترويج لپاره د وزارتونو ترمينځه د مرستې وده باوري كول په مهمو چارو د قامي بيانيې په قامي او نړيواله كچه ترويج لپاره اقدامات كول و۔په غونډه كښې د وزارتونو ترمينځه د مرستې ودې لپاره د بېلا بېلو وزارتونو د تجويزونو جاج واخستلې شو