اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب په سندھ اسمبلۍ كښې په اپوزيشن لارښود حليم عادل شېخ د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د سندھ حكومت پرله پسې حليم عادل شېخ په نښه كوي، پيپلز ګوند د هغه خڅه ځكه يره لري چې هغه تل د دوي كرپشن په ډاګه كوي. د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې بايد د سندھ پوليس او انتظاميه په سمدستي توګه د دې معاملې نوټس واخلي، ذمه وارې دې ګرفتار كړې شي او د دوي په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي. ده ووئيل چې ذمه وارو سره د نرمې واضح مطلب دے چې دا ستاسو تربيه شوي خلق وو.