اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د محرم الحرام په مهال د هېواد بېلا بېلو مذهبي او سياسي ګوندونو٬علمائے كرامو او مشائح د پاكستان علماﺀ كونسل او د متحده علماﺀ بورډ په مرسته په ټول هېواد كښې د پېغام پاكستان په ضابطه اخلاق په بشپړه توګه د عمل كولو اعلان كړې۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم د مذهبي همږۍ او مينځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔د غونډې نه پس په جاري شوې اعلاميه كښې وئېلي شوي دي چې په محرم الحرام كښې د امن او امان په اړه د متحده علماﺀ بورډ چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ د خاص استازي د دفتر له مخې په ټول هېواد كښې د رابطې نظام جوړ كړې شوې۔په لاهور او اسلام آباد كښې رابطه دفترې جوړې كړې شوي دي چې دغسې د كوم ډول پېدا كېدونكي صورتحال په سمدستي توګه مخ نيوې وكړې شي