كركټ د سياست نه بالاتر ساتل پكار دي٬د كے پي اېل په اړه د مودي فاشسټ حكومت په انټرنېشنل لوبغاړو د فشار اچولو هڅه كړې۔ د وفاقي وزير مراد سعيد د رسجا آزادي كپ دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې كركټ د سياست نه بالاتر ساتل پكار دي٬د كے پي اېل په اړه د مودي فاشسټ حكومت په انټرنېشنل لوبغاړو د فشار اچولو هڅه كړې٬زه هغه لوبغاړو ته سلام وړاندې كوم چا چې د مودي فشار رد كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د رسجا آزادۍ كپ دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ رسجا انټر مېډيا آزادۍ كپ به نن د اسلام آباد څخه پېل كېږي٬په ايونټ كښې جيو نيوز٬دنيا ټي وي٬اے آر وائي پشمول د مېډيا هاؤسز ډلې ګډون كوي٬په ايونت كښې به وفاقي وزيران او د پارليمان غړي هم په نظر راځي۔ د رسجا آزادۍ كپ دستوره ټرافي وكټ مخ كتنه په اسلام آباد كښې وشوه۔ د دستورې خاص مېلما د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد و چا چې د ايونټ ټرافۍ مخ كتنه وكړه او ټولو ډلو ته ئې د ايوانټ كټس هم وړاندې كړل۔ په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل چې په دې ايونټ كښې خبرونو سره سره خبريالان د لوبو په مېدان كښې ليدل به ښه تجربه وي٬سياست دان به هم پھ دې ايونټ كښې برخه اخلي۔ ده د كركټ ټورنامنټ په كولو د پېنډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس اېسوسي مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں