اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير فرخ حبیب وئیلي دي چې وزير اعظم عمران خان به د د زړور سفیر او ریښتیني وکیل په توګه په هر نړیوال فورم د کشمیر د قضیې مبارزه روانه ساتي۔ كومو كسانو چې د كشمير سودا كړې وه كشميري اولس نن هغوي د خپل ووټ د لارې مسترد كړي دي۔ په آزاد کشمیر او د هیواد په نورو برخو کښې د میشته کشميری وګړو مننه كوؤ چې په وزيراعظم عمران خان ئې باور څرګند کړے۔ کشمیریانو تحریک انصاف ته مېنډېټ وركړے د كوم احترام كولو سره به چې هغه سيمه كښې د تعمير او پرمختګ جال خپور كړي۔ د ګل په ورځ د آزاد كشمير ټاكنو په اړه خپل بيان كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل كشميري اولس د ټګۍ ٬ تورونو او ټكونو سياست له منځه وړلے دے۔ مريم او بلاول د ګلګت بلتستان نه وروسته آزاد كشمير كښې عبرتناكې ماتې سره مخ كېدو نه پس څه محسوسوي۔ هغه ووئيل د جولائي 25 مه نېټه د تاريخ برخه جوړه شوې ده۔ په دغه ورځ كشميري اولس د مودي يارانو ٬ جعلي اكاؤنټس ٬ مني لانډرنګ او سرټيفائيډ دروغژنو ته سبق ښودلے۔ هېواد كښې د ټول ټاكنو نه وروسته د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس دواړو كرپټ ګوندونه ته په مخه ښه وئيلي۔ هغه ووئيل څوك چې خپلو ښادو ته مودي بلي ٬ د آمونو او ساړھيانو ډالۍ اخلي ٬ حريت لارښود د نظر نه غورځوي ٬ كشميرې اولس هغوي چرې معاف كولې نه شي۔