د نېول چيف په مشرۍ كښې كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د نېول چيف اېډمرل ظفر محمود عباسي په مشرۍ كښې د كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس كښې د دې خبرې پخلې وشو چې پاك بحريه د هر ډول صورتحال مخنيوي لپاره هر وخت چمتو او الرټ دے۔ د نهې په ورځ د اېډمرل ظفر محمود عباسي په مشرۍ كښې كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس كښې د منطقې او د مېري ټائم امنيتي صورتحال٬ د پاك بحريه آپرېشنل تيارو٬ تربيې او د فلاحي منصوبو جاج واخستې شو۔ د پاك بحريه وياند له مخې نېول چيف ته د پاك بحريه په روانو او د سباٶن په منصوبو هم بريفنګ وركړې شو۔ د پاك بحريه مشر د نېوي په آپرېشنل تيارو د اطمينان څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں