خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د قاري صداقت علي ملاقات د مسلمانانو ترمينځھ اتحاد او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ له د حكومتي هڅو ستائنه

image

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د پاكستان نوموړي قاري سيد صداقت علي د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د مسلمانانو ترمينځه په اتحاد او د بېلو مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ په شمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ قاري صداقت علي د مسلمانانو ترمينځه اتحاد او د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ له روانې حكومتي هڅې وستائلې۔ خارجه وزير په ټوله نړۍ كښې د قرآن مجېد تروېج له د قاري صداقت علي خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں