د ډاكټر فردوس عاشق اعوان پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې اېنډرولا کمینارا سره خبرې

image

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت د ټولنې كمزورو او د نظر انداز كړو طبقو خېر ښګړې له عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې اېنډرولا کمینارا سره خپلو خبرو كښې كړې۔ چا چې ډاكتر فردوس عاشق اعوان سره ملاقات كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مېرمنې اختيار مندې جوړول او د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې ځوانانو له د پرمختګ موقعې وركولو ته هم حكومت پاملرنه كوي۔ دې ووئيل د رائيو اظهار د جمهوريت يوه مهمه برخه ده او پاكستان كښې ميډيا دې آزادۍ څخه خوند اخلي چې مثال ئې نه موندې كېږي۔ دې ووئيل موجودہ حکومت د اظهار آزادۍ په بنيادي او آئيني حق بشپړ باور لري او ميډيا او خبريالانو ته د خپلو وظيفائي ذمه وارو او آزادۍ لپاره آسانۍ وركوي۔ دې ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او دواړه په جمهوري اقدارو باور لري۔ دې ووئيل حكومت د جمهوري اقدارو له امله د اصلاحاتو پروګرام په مناسب ډول مخ په وړاندې بوځي او د ګورننس چارو كښې سپېځلتيا باوري كوي ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د اروپائي ائتلاف د مرستې ستائنه وكړه ۔ سفيرې اینډرولا کمینارا خاص مرستيالې ته د دسمبر وړومبي نه تر لسم دسمبر 2019 د پاكستان په بېلا بېلو ښارونو كښې د هېومن رائټس رېل فلم فېسټول تفصيلات نه خبره كړه۔ دې ووئيل په فلم فېسټول كښې به د رائيو د اظهار٬ صنفي مسابقت٬ د اقليتونو د حقونو او د موسمي بدلون غوندې په موضوعات آډانه د 27 نه زياتو فلمونو نمائش كېږي۔ د اطلاعات او خپرونو سلاحكارې د فېسټول په كولو د اروپائي ائتلاف سفيرې ته مباركي وركړه او وئې وئيل د بشري حقونو مسئلې وړاندې رسولو او د دغې هواري په اړه فلم او ميديا مهمه درجه لري۔ د ملاقات په مهال د اطلاعات او خپرونو د اېكسټرنل پبلسټي ونګ ډائرېكټر جنرل هم موجود ٶ

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں