امريکې څخه د ستنېدو په مهال د وزيراعظم عمران خان په الوتكه كښې فني خرابي وه۔ فردوس عاشق اعوان

image
APP64-01 ISLAMABAD: October 01 – Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ څخه د خطاب نه پس د وزيراعظم عمران خان په الوتكه كښې فني خرابي وه٬ وزيراعظم سره د پاكستانيانو او كشميريانو دعاګانې وي۔ د نهې په ورځ د ميډيا بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په جواب دې ووئيل د وزيراعظم هېواد ته د راستنېدو په مهال په الوتكه كښې فني خرابې راغلې وه چې په سوب ئې الوتكه بيرته كوزه كړې شوه٬ دې لپاره په دې لړ كښې دا وېنا چې هدف جورلوو سره په الوتكه كښې خرابي پېدا كړې شوې ٬ دا سمه نه ده٬ فني خرابي هر وخت راتللې شي٬ وزيراعظم عمران خان د اسلامي نړۍ د لارښود په توګه رامخې ته شوې دې٬ ھغه سره د پاكستانيانو او كشميريانو پشمول د ګردې نړۍ د مسلمانانو دعاګانې وي الله تعالٰې د ھغه حامي او ناصر

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں