هند يوه مياشت وړاندې دا شرطونه رد كول وروستو ئې هم ددې شرطونو ترسېوري لاندې رسنه ترلاسه كړه۔ د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور

image

پنډۍ ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي نړيوال عدالت د انصاف پرېكړی په رڼا كښې پاکستان د قانون لمخې د 5 شرطونو ترسېوري لاندې تر کلبھوشن یادیو هندي قونصلر رسنه وركړه۔ هند اول يوه مياشت دا شرطونه رد كول او وروستو ئې هم ددې شرطونو ترسېوري لاندې دا رسنه ترلاسه كړه۔ د شورؤ په ورځ ميډيا ته د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل چې تر هندي جاسوس كلبھوشن ياديو د قونصلر رسنې له پاكستان 5 شرطونه اېښودلي وو كوم چې د قانون لمخې وو ولې هند دا شرطونه تر يوې مياشتې رد كول او يوه مياشت وروستو ئې د دې شرطونو ترسېوري لاندې د قونصلر تر كلبھوش رسنه ترلاسه كړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں