په لويه كچه شجركاري د موسمياتي بدلون څخه بچ كېدو لپاره ډېر ضروري ده

image

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكر عارف علوي ووئيل په لويه كچه شجركاري د موسمياتي بدلون څخه بچ كېدو لپاره ډېر ضروري ده ٬ دا منصوبه دې په لږ نه لږ لګښت سره زر تر زره ترسره كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ د ايوان صدر ٬ پارلمان او د كابينه بلاك په چمن كښې د شجركارۍ پحقله د وركولې شوې بريفنګ په مهال كړې۔ په بريفنګ كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر هم ګډون وكړو۔ د شجركارۍ كمپائن په مهال به هر پارلماني غړې پخپل لاس يو نه يو بوټې نالوي٬ په نالونكو بوټو كښې چنار امل تاص شفتالو مالټا او لوكاټ شامل دي۔ اولس مشر ووئيل چې دا منصوبه په لږ نه لږ لګښت كښې زر تر زره بشپړه كړې شي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری