برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته به نن د پېسكو د 650 ټرانسفارمرو غلا په اړه بريفنګ وركولې شي

image

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته به نن د نهې په ورځ د پشاور الېكټرك سپلائي كمپني (پېسكو) د 650 ټرانسفارمرو غلا په اړه بريفنګ وركولې شي۔ د قائمه كمېټۍ غونډه به د چيئرمېن سېناتور فدا محمد په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ غونډې ته به د افغان كډوالو كېمپونو ته د برېښنا رسنې او د برېښنا زيان سره سره د پېسكو د 600 څخه تر د 650 ټرانسفارمرز نجي سټور څخه د برآمد كېدو معاملې په اړه د اېف آئي اے راپور وړاندې كولې شي۔ قائمه كمېټي به د راروان مالي كال پي اېس ډي پي كښې د توان وزارت لپاره د فنډز بېلولو معاملې هم جاج اخلي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں