د محسن نقوي د وفاقي پلازمينې تھاڼې د سمارټ پوليس سټيشن په ډول د اپ ګريډ كولو امر

image

اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د وفاقي پلازمينې تھاڼې د سمارټ پوليس سټيشن په ډول د اپ ګريډ كولو امر كولو سره وئيلي دي روایتی تھاڼې د ويرې علامت جوړې شوي دي٬ سائل تھاڼې ته راتللو څخه وړاندې څو وارې سوچ كوي۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اسلام آباد د تھاڼو په اپ ګرېډېشن د شوي پېش رفت جاج اغستو غونډه وشوه۔ په دې موقعه داخله وزير د وفاقي پلازمينې تھاڼې د سمارټ پوليس سټېشن په ډول د اپ ګرېډ كولو امر كولو سره ووئيل روایتی تھاڼې د ويرې علامت جوړې شوي دي٬ سائل تھاڼې ته راتللو څخه وړاندې څو وارې سوچ كوي۔ده ووئيل ما پخپله د تھاڼو دورې كړي دي او كوم حالت چې ما ليدلې دې بيانولې نه شم۔ ده ووئيل ښه اخلاق لرونكي او تعليم يافته پوليس افسران به سمارټ پوليس سټېشن كښې تعينات كولې شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد پوليس كښې بھرتۍ لپاره به د مېرټ سودا كولې نه شي۔ په غونډه كښې داخله سېكتر خرم علی آغا، د سي ډي اے چيئرمېن محمد علی رندھاوا، ډی آئی جی آپرېشنز او اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں