فوډ اے جي 2024 كښې د ګډون كوونكو نړيوالو شيفس مهارت متاثره كونكے دے۔وفاقي وزير جام كمال خان

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي فوډ اے جي 2024 كښې د ګډون كوونكو نړيوالو شيفس مهارت متاثره كونكے دے٬پاكستان په تندۍ سره د غېر ملكي او غېر روايتي خوراكونو مركز جوړېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كراچۍ كښې په يو ځايې هوټل كښې دوهم فوډ اے جي 2024 نندارتون سافټ لانچ ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په تندۍ سره د نورو براعظمونو خوراكونه خپلوي۔ده مېلمنو ته د پاكستان سټريټ فوډ كتلو بلنه وركړه او د دې منفرد ذائقې ېي رامخې ته كړې ۔جام كمال خان ووئيل د خوراك څښاك څيزونو او كيفے رجحان په نړيواله كچه زياتېږي او پاكستان هم د دې څخه مستثنٰی نه دے٬پاكستان كښې د خوراك شوق لرونكو كسانو او فوډ كلچر كښې اضافه كېږي٬ده ووئيل خوراك د خلقو په يو بل او په كلتور پوهېدو لپاره د يو پل كار كوي۔ده باور وركړو چې د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان ډله او نورو راتلونكو اشپزو ته ښه مېلمستيا وركولو لپاره به بشپړه هڅه كوو۔ دستورې ته د وينا كولو سره د سوئېلي افريقې شيف شان ووئيل د فوډ اے جي نندارتون شيفس د مختلف كلتورونو او هېوادونو په اړه د پوهېدو وړ جوړوو۔ده ووئيل ښه خوراك تل نړۍ متاثره كړې او دې څخه د خلقو د يو بل په كلتور پوهېدو موقع ترلاسه كېږي۔دوهم نړيوال فوډ اينډ ايګريكلچر نندارتون 2024 سافټ لانچ ايونټ كښې د ملائېشيا٬سوئېلي افريقه٬تركيه٬آذربائيجان٬مصر پشمول د بېلو هېوادونو شيفس ګډون وكړو۔د ټي ډي اے پي لخوا د 9 نه تر 11 اګست په ايكسپو سنټر كراچۍ كښې فوډ اے جي 2024 نندارتون دوامدار دے

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں