د امام حسين ؑ د ظلم او ناانصافۍ په ضد ودريدل مونږ ته د بهادرۍ او د حق لپاره ودريدلو درس راكوي۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال د عاشورہ ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي د عاشورہ ورځ د مسلمانانو لپاره د يادګيرنې او غور و فکر ورځ ده،چې پكښې مونږ د امام حسين رضي اللہ تعاليٰ عنه او د هغه د ملګرو په ميدان کربلا كښې ورګړې شوې قرباني ياده كړو۔امام حسين عليه السلام د ظلم او ناانصافۍ په ضد ودريدل مونږ ته د ايمان، بهادرۍ او د حق لپاره ودريدلو او د حق په لاره كښې د خپل ځان قرباني كولو درس راكوي۔راځئ چې د عاشورہ په دې ورځ مونږ د هغه قربانۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړو او انصاف، صله رحمي او مظلومانو د ملګرتيا كولو لپاره د لوظ پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں