لاهور 09 جولائي (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري هېواد د پرمختګ په لور روانولو لپاره د هېواد پرمختګ لپاره د كوټلې نقطه نظر او دانش لرونكو مالياتي پاليسيو اختيارولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د معيشت بېلا بېلې څانګې په خاص توګه زرعي څانګې له په جديد ډول ترقي وركول د وخت غوښتنه ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ پروفيسر وارث مير ميموريل سيمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خبريالان٬ د تعليم پوهان٬ سياسي كاركنان او د سول سوسائټۍ غړي هم موجود وو۔ صدر مملکت ووئيل ميډيا اولس له د خپل حق لپاره د غږ پورته كولو طاقت وركړے٬ په دې وروستۍ كښئ په ميډيا كښې ګروپ بندي هم رامخې ته شوې٬ ده يادګيرنه وكړه چې په نړۍ كښې يوه منظمه او مضبوطه لابي په اسلامي ټولنه كښې تقسيم پېدا كولو لپاره تصورات په منظم او منفي ډول وړاندې كوي۔ ده ووئيل زه د صحافت د آزادۍ پلوي يم ٬ ما تل د ميډيا سخت تنقيد برداشت كړے۔ ده ووئيل ټولنې له په اېجندا اډانه چارو په ضد محتاط پاتې كېدو ته اړتيا ده ۔ صدر ووئيل په ژوند كښې ستونزو او ازمښتونه رامخئ ته كېږي خو د چېلنجونو مخې ته ثابت قدم پاتې كېدل ضروري دي۔ ده د شهيدې بېنظير بھټو جمهوريت لپاره سياسي هلو ځلو او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان پيپلز پارټي تاريخ د فشار مقابله كولو او د شهادتونو څخه عبارت دے او تل ئې په پاكستان كښې د جمهوريت نصب العين لپاره هڅې كړي۔ ده ووئيل د قتل هڅې او سياسي فشار مونږ د خپل مشن نه نشي لرې كولې ځكه چې مونږ پوخ باور لرو چې ژوند او مرګ د لوئي څښتن په واك كښې دے ۔ دغسې صدر مملکت د اوراښاد پروفيسر وارث مير جمهوريت او صحافت لپاره خدمات او مرستې ته پېرزوئنې وړندې كړې۔ ده د فيصل مير او حامد مير د خپل پلار ميراث مخ په وړاندې د بوتللو هم ستائنه وكړه