اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د’’سلام پاکستان‘‘ برانډ او ای پورټل پرانسته وكړه۔د جمعي په ورځ دستوره كښې وزیراعظم شهباز شریف د ’’سلام پاکستان‘‘برانډ او ای پورټل باقاعده پرانسته وكړه۔په دې موقع د وزیراعظم صلاحكار عون چوهدری وزیراعظم ته د سلام پاکستان میمنټو هم وړاندې كړو ۔ د ایران د كلتور ، تاریخی ورثي، سېلګرۍ او دستکارۍ وزير سید عزت الله زرغامی او د ایران سفیر رضا میری پشمول سفارتی ورورولۍ او اعلیٰ چارواكو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ ای پورټل به په نړيواله كچه د سېلګرۍ په توګه د پاکستان مقبوليت زياتېدو او ګردې نړۍ څخه په پاكستان كښې د سېلګرو د خوښۍ زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔