وزيراعظم محمد شهباز شريف په بيجنګ كښې د طوفاني بارانونو له امله په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه

image

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين په پايه تخت بيجنګ كښې د طوفاني بارانونو له امله په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم وئيل چې د پاكستان حكومت او اولس لخوا په بيجنګ كښې په روان طوفاني بارانونو كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كوٶ۔ زمونږ همدردۍ او د نيكو هيلې د غمژنو كورنيو سره دي۔ ده ووئيل چې پاكستان او چين دائمي ملګري او شراكتدار دي او د چا چې تكليف او خفګان خپل مينځ كښې تړلې دي۔ ټول پاكستانې قوم په دې سخت وخت كښې خپلو چينائي وروڼو او خوئېندو سره د يوالي څرګندونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې سخت وخت كښې د بيجنګ اولس هر ممكنه مرستې لپاره تيار يو۔ وزيراعظم د رېسكيو او رېليف هڅو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں