اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی)د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د روسيې فېډرېشن خارجه وزير سرګئې لاروف ترمينځه د شورو په ورځ ټېليفون تماس ونيولے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه چارو او په بېلو څانګو كښې زياته شوې مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير د روسيې خپل هم څنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم تكرار كړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په بليك سي ګرين انيشي ايټو(بي اېس جي آئي)هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري دا اقدام مهم ګرځولو سره د خوراك په بيعو كښې زياتوالې ٬ غذائي تحفظ ته د پېښو چېلنجونو له امله په نړيوال سپلائي جېن كښې خلل او د دې ممكنه اغېز تسليمولو سره د عمل وړ حل لټولو لپاره د كوټلي هڅو په حاجت زور راوړو ٬ دغسې چې پرمختګ كوؤنكي هېوادونه دې څخه ګټه پورته كړي كوم چې وړاندې څخه معاشي فشار سره مخ دي۔ ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې بي اېس جي آئي كښې به شامل ټولې ډلې د انيشي ايټو بحال كولو لپار تعميري خبرو اترو كښې مشغول وي۔ په دې اړه خارجه وزير د ټولو ډلو تحفظات لرې كولو لوظ نامې بحالۍ له د نړيوالو هڅو لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د روسيې خپل هم څنګ د يوكرين او تركيې خارجه وزيرانو٬د امريكې خارجه وزير او د اروپائي ائتلاف اعلٰی كچ استازي سره د بي اېس جي آئي په اړه خپلو خبرو نه هم خبر كړو۔خارجه وزير سرګئې لاروف په دې معامله د روس نقطه نظر څرګند كړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې معامله يو بل ته په نزدې پاتې كېدو موافقت وكړو۔