اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) پاکستان كښې په قامي كچه د توان بچت لپاره ایکشن پلان 2023-2030 په باقاعده توګه پيل كړې شوې۔په دې اړه د جمعي په ورځ د سائنس او ټیکنالوجی وزارت ذیلی اداري نیشنل انرجی ایفیشینسی اینډ کنزرویشن اتھارټی (نیکا) د سيوري لاندې د توان په بچت د قامی سټیك هولډرز مشاورتی کنفرنس وشو۔په دې موقع دستوري ته د دفاع وزیر او د اوان په اړه د اعلی كچي کمېټۍ کنوینئر خواجه محمد آصف، د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر آغا حسن بلوچ، سیکرټری وزارت سائنس او ټیکنالوجی محمد عبدالله خان سنبل، منیجنګ ډائریکټر نیکا ډاکټر سردار معظم او نورور مقررینو وينا وكړه۔ د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر انرجی ایفیشینسی او په بچت نېشنل اسټیك هولډرز کنسلټیشن ته وينا كښې ووئيل نن مونږ هېواد كښې د توان بچت په اړه قامي روډمیپ جوړولو كښې بريالي شوې يو د دې نيغ په نيغه اثر د هېواد په زرمبادله پريوځي۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې چې څومره هم د تو ان بچت وشي دومره به درآمدی توان او په خام تیلو انحصار کم شي۔ مشاورتی کنفرنس ته وينا كښې د دفاع وزير خواجه محمدآصف ووئيل نن څخه درې كاله وړاندې انرجی کنزرویشن سلسله پيل شوې وه ، 4 كاله د اوبو او برېښنا وزير وم ، تر څو چې انرجی بجت نه وي شوې مسئلې نه شي حل كيدې۔ کنزرویشن لپاره ډیمز جوړ شوي څه هم نه دي شوي۔ده ووئيل مونږ د اوبو بچت لپاره كوم ایکشن پلان نه لرو۔نن هم فلډ اری ګیشن كښې بوښت يو۔مونږ زياتي اوبه ضائع کوو۔ خواجه محمد آصف ووئيل پاور سیکشن كښې کرپشن او ویسټیشن كېږي د كوم مخنيوي ته چې اړتيا ده۔