د تحريك انصاف چيئرمېن د وزيراعظم په توګه د سېكرټ اېكټ خلاف ورزي كړې٬ شل كاله سزا كېدې شي۔ مصدق ملك

image
APP20-200723 ISLAMABAD: July 20 – Minister of State for Petroleum Dr. Musadik Malik addressing the press conference. APP/TZD/ZID

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وزير مملکت مصدق ملك وئيلي دي چې د تحريك انصاف چيئرمېن ذاتي ګټو لپاره آئين او قانون څخه تجاوز كړې او د خپل سوګند خلاف ورزي كولو سره يۍ سائفر خپلو سياسي مقاصدو لپاره كارولې ، عمران خان د وزيراعظم په توګه د سېکرټ اېکټ خلاف ورزي كړې، د آئين له مخې د هېواد خفيه دستاويزات ښكاره كېدې نه شي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د رياست د استخباراتي دستاوېزاتو د تحفظ ذمه واري د وزيراعظم پشمول زمونږ ټولو ده٬ دا به كتل وي چې عمران خان په جلسه كښې د سائفر ښودلو سره د دې قانون خلاف ورزي كړې ده يا نه ٬ د كوم له مخې چې ټول استخباراتي دستاوېزات پټ ساتل ضروري دي ٬ په قانون كښې ليك دي چې كه دا ډول دستاوېز څرګند كړې شي نو د دې سزا 17 كالو نه زياته ده او كه دا ورك كړې شي نو د دې سزا به 3 كاله وي٬ سائفر د خارجه وزير٬ وزيراعظم يا د سکيورټي پحقله كه نورې معاملې وي نو د يو څوك كسانو نه سېوا بل څوك نشي ليدې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې مصدق ملك ووئيل كه مقصد د چا نيول وي نو ھغې لپاره په باقاعده توګه قانوني تقاضې ترسره كول پكار وي٬ اعظم خان د 164 بيان د مجسټرېټ په وړاندې وركړې دې او دې خبرې ئې تصديق كړېدے٬ اعظم خان د مجسټريټ په وړاندې بيان وركړېدے كه ھغه د بيان نه انكار وكړي نو آيا د عمران خان لخوا شوې آئين شكني او قانون شكني به ختمه شي؟

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں