اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت به دا باوري كوي چې لنډمهاله حكومت به د قامي ګټو د پاليسو تسلسل په ځايې ساتي٬ بشپړه هڅه به وي چې د قامي پرمختګ دا لړۍ روانه وساتلې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې په سټېټ اونډ انټرپرائزز كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د پېشرفت جاج غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم د ادارو پشمول د كارپورېشنز د كاركردګۍ د اعشاريو وړاندې كولو سره سره د جاري اصلاحاتو د پېشرفت نه هم خبر كړې شو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د نړيوال معيار له مخې د ادارو بهترۍ او اولس ته د غوره سهولتونو وركول باوري كولو لپاره اقدامات كوي ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې سټيټ اونډ انټرپرائزز كښې د اصلاحاتو عمل په تندۍ سره جاري دي٬ د عصري نظام او په زړه پورې سهولتونو وركړې لپاره د دې ادارو په بورډز كښې د پوهانو شموليت به باوري كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د خدماتو په آؤټ سورسنګ او پبلك پرائيوټ پارټنرشپ كښې د سپېځلتيا عنصر ته دې مركزي اهميت وركړې شي، حکومت به دا باوري كوي چې لنډمهاله حكومت به د قامي مفادو د پاليسو تسلسل په ځائ ساتي۔ ده امر وكړو چې قامي خزانې ته زيان رسوٶنكو ادارو كښې د اصلاحات نفاذ دې په ترجيحي بنيادونو باوري كړې شي۔ په غٶنډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، سيد نويد قمر، مخدوم مرتضي محمود، انجينئر خرم دستګير، خواجه سعد رفيق، اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه، خاص مرستيال جهانزيب خان، طارق باجوه او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو