وزيراعظم د ترك سرمايه كارۍ په لاره كښې پېښې ستونزې لرې كولو له د حكومت هڅې په ډاګه كړې ٬ مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد۔26 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تركيې خپلې دورې په مهال د ترك سرمايه كارۍ په لاره كښې پیښې ټولې ستونزې لرې كولو له د پاكستان حكومت هڅې په ډاګه كړې دي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ووئيل وزیراعظم شهباز شریف په پاكستان كښې د كاروبار په څانګه كښې آسانۍ رامخې ته كولو له د حكومت د عزم باور وركړو۔ دې ووئيل وزيراعظم د دې عزم څرګندونه پاك بزنس كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د نه كارولې شويو كاروباري او تجارتي اړخونو پلو هم پام وګرځولو۔ سوداګرې ورورلۍ د پاكستاني حكومت مضبوط ملاتړ خوشبين ګرځولو سره د تجارتي سفارتكارۍ نوي دور پېل كولو له د خپل عزم خرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں